اسلایدشوافغانستانسپورتسیمه

افغانستان د لومړي ځل لپاره د اسیا د ۱۹ کلنو کرکټ جام کوربه شو

د دید خبري اژانس: د افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د لومړي ځل لپاره یې د اسیا د ۱۹ کلنو کرکټ جام د تنظیم مسؤلیت په غاړه اخیستی دی؛ دا سیالۍ به سږکال د دسمبر له ۱۲ څخه تر ۲۱ پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ وویل چې دا لومړی ځل دی چې هیواد یې د اسیا د ۱۹ کلنو کرکټ جام د تنظیم مسؤلیت په غاړه اخلي. د اسیا د کرکټ شورا د کرکټ په ډګر کې د افغانستان د پرمختګ هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د هیواد د کرکټ بورډ د دې سیالۍ د مدیریت کولو وړتیا لري.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف دا اقدام په سیمه ایز کرکټ کې د هیواد د مخ پر ودې دریځ نښه وګڼله او ویې ویل چې دا ټورنمنټ به د هیواد د ځوانو لوبغاړو د پیاوړتیا لپاره یو مهم فرصت وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button