د دید خبري اژانس: د پاکستان د راولپنډۍ ولایتي پولیسو د اسلام آباد قضايي کمپلیکس ته نږدې د وروستي ځانمرګي برید وروسته په پراخه امنیتي عملیاتو کې ۷۶ افغان وګړي چې قانوني اسناد نلري ونیول. دا اقدامات د ملي ترهګرۍ ضد پلان (NAP) پلي کولو په چوکاټ کې ترسره شوي.

د چارواکو په وینا، دا عملیات د راولپنډۍ په مختلفو برخو کې د ښار د پولیسو مشر (CPO) خالد همداني په امر ترسره شوي. د تفتیشونو په جریان کې، افسرانو ١۳۷۵ کورونه، ۴۱۲ دوکانونه او ۲۸ هوټلونه وپلټل او د ۱۷۰۹ څخه زیاتو خلکو د پیژندنې اسناد یې وکتل.
د پاکستاني رسنیو په وینا، د راولپنډۍ پولیسو د کثافاتو راټولولو څلور ځایونه، درې د بار وړلو او مسافرو ټرمینلونه او څو نور ځایونه هم تفتیش کړل او په دې برخه کې، د هغو خلکو لپاره ۲۱ قضیې پرانیستل شوې چې د کرایه دارانو اړین معلومات یې نه دي ثبت کړي.
امنیتي چارواکو د دې اقدام هدف د امنیت پیاوړتیا او په ښار کې د جرمي فعالیتونو مخنیوی بللی دی.