د دید خبري اژانس: د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیاکن نن (د عقرب ٢١مه) په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې اعلان وکړ چې بیجینګ غواړي پاکستان او افغانستان خپلې اړیکې پیاوړې کړي او د سیمه ییزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره همکاري وکړي.

چین د پاکستان او افغانستان د اړیکو د ښه والي غوښتنه کوي
د اسلام آباد د وروستي تور په ځواب کې چې کابل د پاکستاني طالبانو غړو ته پناه ورکوي او د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې خرابې دي، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې چین تل د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه: “چین به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو اترو او همکارۍ په پروسه کې رغنده رول ولوبوي ترڅو په سیمه کې امنیت او ثبات پیاوړی شي.”