امنیت او حوادثخبرسیمه

د دمشق له ملي موزیم څخه غلا؛ مجسمې او تاریخي شیان غلا شوي

د دید خبري اژانس: د سوریې د کورنیو چارو وزارت یوې باخبرې سرچینې اعلان وکړ چې د دمشق ملي موزیم د دوشنبې په ماښام (د عقرب ۱٩) د غلا په نښه شو او له هغه څخه یو شمیر قیمتي مجسمې او تاریخي شیان لرې شول.

د دمشق له ملي موزیم څخه غلا؛ مجسمې او تاریخي شیان غلا شوي
له پیښې وروسته، مسؤلو ادارو د غلو د پیژندلو او اثارو بیرته ورکولو لپاره پراخه څیړنه پیل کړې ده. د امنیتي ځواکونو او د موزیم د ځینو چارواکو څخه هم پوښتنې روانې دي ترڅو د غلا جزئیات روښانه شي.

د دمشق ملي موزیم، چې په ۱۹۱۹ کې تاسیس شو او په رسمي ډول په ۱۹۳۶ کې پرانستل شو، د عربي نړۍ یو له بډایه تاریخي ټولګو څخه کوربه توب کوي او د غلا څخه یوازې څو ورځې دمخه د هنر نندارتون کوربه و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button