امنیت او حوادثخبرسیمهچاودنه
په ډېره اسماعیل خان کې بمي چاودنه؛ ۱۶ پاکستاني سرتیري ټپیان شول
د دید خبري اژانس: د پاکستان امنیتي سرچینو راپور ورکړ چې د سې شنبې په سهار د خیبر پښتونخوا ایالت د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ په “درابن” سیمه کې، یو جوړ شوي چاودیدونکي توکي د پاکستاني سرتیرو د لیږدونکي موټر په نښه کړ.

په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۴ څخه تر ۱۶ پورې سرتیري ټپیان شوي، او د دریو تنو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.