اسلایدشوافغانستاند سولی پروسیروستي خبرونهسیاست

جمهوررئیس او سیاسیون پر سیاسي اجماع او مطلوبې سولې ټینګار وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې له مخکېني جمهوررئیس حامدکرزي، د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله او استاد عبدالرب رسول سیاف سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.

د ارگ د راپور له مخی، په دې کتنه کې چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د چارو ادارې لوی رئیس ډاکتر فضل محمود فضلي هم حضور درلود، د هیواد پر روان وضعیت د بحث ترڅنګ پر اوربند، د تاوتریخوالي کموالي، سیاسي اجماع او د مطلوبې سولې په راتګ چې د افغانستان د ثبات او وینې ودرېدو لامل شي، ټینګار وشو.

جمهوررئیس غني په ټینګار سره وویل چې د هیواد په دغو حساسو شرایطو کې به د سولې پروسې په اړه له ولسونو، سیاسي شخصیتونو او بېلابېلو اقشارو سره د سلا او مشورو لړۍ ادامه ولري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا