د دید خبري اژانس: په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت اعلان وکړ چې د افغانستان په شمال کې د وروستۍ زلزلې قربانیانو لپاره د هیواد د بشري مرستو لومړۍ محموله زلزله ځپلو سیمو ته واستول شوه.

د ایران له خوا د افغانستان په شمال کې د زلزلې قربانیانو ته د بشري مرستو لومړۍ محموله واستول شوه
په کابل کې د ایران سفارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په دې مرستو کې درمل، حفظ الصحې توکي او بیړني خیمې شاملې دي.
په مزار شریف کې د ایران جنرال قونسل حمید رضا احمدي د سمنګان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او د بشري همکاریو او د لا زیاتو مرستو په لیږلو یې ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه چې ایران تل د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او په سختو شرایطو کې به له هر ډول مرستې څخه ډډه ونه کړي.
د افغانستان په شمال کې وروستۍ زلزلې درانه تلفات او زیانونه اړولي دي، او د زیانمن شویو کسانو سره د مرستې لپاره هڅې لاهم روانې دي.