د دید خبري اژانس: د سرپرست حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت په راتلونکو ورځو کې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلابونو د راتلو احتمال په اړه یوه اعلامیه خپره کړه.

په راتلونکو ورځو کې د افغانستان په شمالي او ختیځو ولایتونو کې د سیلابونو د راتلو احتمال
د سرپرست حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت د سې شنبې په ورځ یو نوی خبرداری خپور کړ، چې د هیواد په ۱۵ ولایتونو کې یې د درنو بارانونو او سیلابونو د راتلو احتمال اعلان کړ.
وزارت وویل چې له نن څخه د روانې میاشتې تر ۱۵مې پورې به د افغانستان د اوبو په حوزو کې، په ځانګړې توګه د کابل سیند، پنج آمو سیند او د هیواد په شمالي سیمو کې، د اوبو کچه د پام وړ لوړه شي.
د وزارت په اعلامیه کې د پروان، پنجشیر، کاپیسا، لغمان، کنړ، نورستان، بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د سیلابونو او د اوبو د کچې د لوړیدو خبرداری ورکړل شوی دی.
د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت د خطر سره مخ سیمو، په ځانګړې توګه د ښکته سیمو له اوسیدونکو څخه غوښتي چې د سیند غاړو ته له نږدې کیدو څخه ډډه وکړي او د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره احتیاطي تدابیر ونیسي.