روسیه له کابل او اسلام آباد څخه غواړي چې د ترهګرۍ پر وړاندې همکاري پراخه کړي
د دید خبري اژانس: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په یوه بیان کې اعلان وکړ چې مسکو د دواړو ګاونډیو هیوادونو د خبرو اترو او د سیاسي او ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې د اختلافاتو د حل کولو ژمنې ملاتړ کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند او د دښمنۍ د پای ته رسولو د هوکړې هرکلی وکړ، چې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب سره لاسلیک شوه.
د زاخارووا په وینا، دا چلند نه یوازې د روسیې د دوو دوستو هیوادونو ترمنځ د سولې د ساتلو لپاره بنسټ ایږدي، بلکې د سیمه ایز امنیت په پیاوړتیا کې به هم مهم رول ولوبوي.
زاخارووا په کابل او اسلام آباد هم غږ وکړ چې په مختلفو برخو کې خپلې دوه اړخیزې همکارۍ پراخې کړي، په شمول د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه.
دا موافقه د افغان طالبانو د حکومتي ځواکونو او پاکستان ترمنځ د سرحدي تاوتریخوالي وروسته وشوه.