د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: طالبان د افغان خلکو ریښتیني استازي نه دي
د دید خبري اژانس: په داسې حال کې چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ سرحدي نښتې زیاتې شوي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی چې طالبان “د افغان خلکو ریښتیني استازي” نه دي او په کابل کې اوسنی حکومت هیڅ ملي یا نړیوال مشروعیت نلري.

د اسلام آباد او د طالبانو د حکومت ترمنځ د پوځي کړکیچونو په اوج کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي اعلان وکړ چې د طالبانو ډله د افغان خلکو استازیتوب نه کوي او د “وسلو په زور” یې د هیواد کنټرول په لاس کې اخیستی دی.
شفقت علی د جمعې په ورځ، د میزان په ٢٥مه په اسلام آباد کي په یوه خبري کنفرانس کي وویل: “اوس مهال په افغانستان کې هیڅ رسمي حکومت نشته. طالبان د وسلو په زور خلک اداره کوي، خو یوه ورځ به راشي چې افغانان یو داسې حکومت وټاکي چې په ریښتیا سره د دوی استازیتوب وکړي.
د هغه په وینا، د نښتو د زیاتوالي سره سره، په کابل کې د پاکستان سفارت خپل فعالیت ته دوام ورکوي او اسلام آباد د کړکیچ د حل لپاره د ډیپلوماتیکو لارو تعقیب ته ژمن دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د خپلې وینا په یوه بله برخه کې د طالبانو لخوا د پاکستاني سرتیري د جسد سره د چلند په اړه خبرداری ورکړ، “موږ به دا عمل نه هیر کړو او نه به یې بخښو.”
د پاکستاني چارواکي سختې څرګندونې په داسې وخت کې راغلې چې شاوخوا یوه اونۍ دمخه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ پوځي نښتې پیل شوې، او په دواړو خواوو کې لسګونه سرتیري او ملکي وګړي وژل شوي دي.
په ورته وخت کې، د طالبانو حکومت تایید کړې چې د دې ډلې یو پلاوی په دوحه کې دی ترڅو د پاکستاني چارواکو سره د دایمي اوربند په اړه بحث وکړي. په هرصورت، د اسلام آباد نوی دریځ چې طالبان “غیر استازي” دي د طالبانو د حکومت په وړاندې د پاکستان په رسمي پالیسۍ کې د څرګند بدلون په توګه لیدل کیږي.
شنونکي وايي چې دا څرګندونې د طالبانو په وړاندې د اسلام آباد په غږ کې جدي بدلون په ګوته کوي؛ یو بدلون چې کولی شي په سیمه ایزه او نړیواله کچه د طالبانو د سیاسي انزوا لپاره لاره هواره کړي.