افغانستانامنیت او حوادثخبرسیمه
په پاکستاني بریدونو کې یو خبریال ووژل شو
د دید خبري اژانس: راپورونه ښيي چې د پکتیا تلویزیون خبریال عبدالغفور عابد د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې ووژل شو او د رسنیو یو بل خبریال تواب ارمان ټپي شو.

راپورونه ښيي چې د پکتیا تلویزیون خبریالان چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتو د پوښښ لپاره تللي وو د پاکستاني ځواکونو لخوا د هوایي او ځمکنیو بریدونو له امله په نښه شول.
سیمه ییزو سرچینو ویلي چې خبریالان د ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې د راپور ورکولو په ماموریت وو چې په نښه شول.
د پکتیا د رسنیو چارواکو د برید غندنه کولو سره د خبریالانو د خوندیتوب سازمانونو څخه غوښتنه کړې چې د خبریالانو د امنیت او عدالت د تامین لپاره اقدام وکړي.