روسي شرکتونو په افغانستان کې د پانګونې لپاره چمتووالی اعلان کړ
د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت د اقتصادي چارو مرستیال لومړي وزیر ملا عبدالغني برادر اخوند د چهارشنبې په ورځ (د میزان ٢٣مه) د یو شمیر روسي شرکتونو له چارواکو سره ولیدل.

د اقتصادي چارو مرستیال لومړي وزیر دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د غونډې په جریان کې، د روسي شرکتونو چارواکو په افغانستان کې د تیلو اکتشاف او استخراج، د مسو او کرومایټ اکتشاف او استخراج، د اوبو سرچینو مدیریت، د بریښنا تولید او تخنیکي ماشینونو په ګډون په بیلابیلو سکتورونو کې د پانګونې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
د دې مطبوعاتي اعلامیې پر بنسټ، د روسي شرکتونو استازي پلان لري چې په کابل کې خپل رسمي دفتر پرانیزي ترڅو د اړوندو څانګو سره همکاري او همغږي اسانه کړي.
ملا برادر اخوند د روسي شرکتونو د لیوالتیا او نوښت هرکلی وکړ، دا یې د اقتصادي اړیکو پراخولو او د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وباله.
هغه ټینګار وکړ چې هغه د ټولو بهرنیو پانګوالو، په ځانګړې توګه د روسیې شرکتونو ملاتړ کوي، او دوی ته د هر اړخیزې همکارۍ فرصت برابروي.
دا غونډه په یوه مثبت او رغنده فضا کې ترسره شوه، او دواړو خواوو د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.