یونیسف: د غزې له ۵۶۰۰۰ څخه زیات ماشومان یتیم شوي دي
د دید خبري اژانس: په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنې په زیاتیدو سره، یونیسف یوه دردناکه احصایه خپره کړې چې په سیمه کې د ماشومانو ترمنځ د پراخ بشري ناورین ښودنه کوي.

یونیسف: د غزې له ۵۶۰۰۰ څخه زیات ماشومان یتیم شوي دي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق (یونیسف) لخوا خپور شوی وروستی راپور وايي چې په تیرو دوو کلونو کې د اسراییلو د پوځي بریدونو په پایله کې په غزه کې ۵۶۰۰۰ ماشومانو یو یا دواړه والدین له لاسه ورکړي دي.
یونیسف، پداسې حال کې چې د دې کړکیچ د اوږدمهاله رواني، فیزیکي او ټولنیزو اغیزو په اړه خبرداری ورکوي، اعلان وکړ: “موږ په غزه کې د اوربند هرکلی کوو. اوربند کولی شي د هغو ماشومانو لپاره یوه نوې هیله وي چې د دوو کلونو د وحشتناکې جګړې په جریان کې یې د تصور وړ کړاو او سختۍ زغملي دي.”
سازمان ټینګار وکړ چې جګړې نه یوازې زیربناوې، ښوونځي او روغتونونه ویجاړ کړي دي، بلکې د زرګونو ماشومانو راتلونکی یې هم په تیاره کې ډوب کړی دی.