اسلایدشوامنیت او حوادثبشري حقونهخبرسیمهنړۍ

اسراییل په نړیوالو اوبو کې د آزادۍ بیړۍ ته برید وکړ

د دید خبري اژانس: لومړني راپورونه ښیي چې د اسراییلو پوځي ځواکونو په نړیوالو اوبو کې د ” آزادۍ بیړۍ” پر نهو کښتیو برید کړی چې د غزې د محاصرې د ماتولو په هدف روان وو.

اسراییل په نړیوالو اوبو کې د آزادۍ بیړۍ ته برید وکړ
د خبري سرچینو لخوا خپاره شوي راپورونو له مخې، اسراییلي ځواکونو د چهارشنبې په ماښام د “آزادۍ بیړۍ” پورې اړوند نهه کښتیو برید وکړ چې د غزې له تړانګې څخه ۱۲۰ سمندري میله لرې روان وو.

ویل کیږي چې دا کښتۍ د غزې د محاصره شویو خلکو لپاره بشري مرستې لیږدولې.

د دې کښتیو ژوندۍ خپرونه، چې په ټولنیزو شبکو او ځینو خپلواکو رسنیو کې ښودل کیده، ناڅاپه بنده شوه، او تر اوسه پورې د مسافرو د برخلیک او د زیان د کچې په اړه دقیق معلومات نشته.

د آزادۍ بیړۍ د نړیوالو بشري حقونو ډلو او فعالینو لخوا د غزې د سمندري محاصرې د ماتولو په هدف تنظیم شوې وه او په تیرو کلونو کې د اسراییلو لخوا ګواښل شوې او برید شوې ده.

که څه هم رسمي اسراییلي سرچینو تر اوسه دې راپورونو ته ځواب نه دی ورکړی، خو د دې کښتیو د مسافرو د روغتیا په اړه اندیښنې مخ په زیاتیدو دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button