د دید خبري اژانس: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د امریکا پوځ له دوو لسیزو راهیسې د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید لپاره پلان او تمرین کاوه.

ټرمپ په یوه وینا کې وویل: “د B-2 بمبار پیلوټان زما دفتر ته راغلل او ویې ویل چې موږ له ۲۲ کلونو راهیسې د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید لپاره تمرین کوو.”
هغه زیاته کړه: “دوی په اطمینان سره وویل چې دوی زما د ولسمشرۍ پرمهال د دې ماموریت په ترسره کولو کې بریالي شول، پداسې حال کې چې زما څخه مخکې ولسمشرانو به د داسې عمل اجازه نه ورکوله.”
امریکا د اسراییلي رژیم په ملاتړ د روان کال د جوزا په ٣۲مه د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې ۱۲ ورځنۍ جګړه پیل کړه.
دا جګړه د ایران د اسلامي جمهوریت له سخت غبرګون سره مخ شوه. د اسراییلي رژیم د اوسپنې ډالونه ناکام شول، او په قطر کې د امریکا اډه د ایران د توغندیو بریدونو لاندې راغله.
دا دولس ورځنۍ جګړه د ایران د اسلامي جمهوریت په ګټه د اسراییلي او امریکایي رژیمونو په پرېکنده شاتګ سره پای ته ورسېده.