افغانستانحکومتخبرخبرې اترې

د طالبانو مشران کندهار ته راغوښتل شوي؛ د بګرام اډې په اړه خبرې اترې

د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت مشر هیبت الله آخندزاده په کندهار کې د ډلې ټول سیمه ییز قوماندانان او لوړ پوړي شخصیتونه یوې درې ورځنۍ غونډې ته رابللي دي.

دا غونډه، چې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله په مشرۍ به په مستقیم ډول ترسره شي، د بګرام هوايي اډې د ساتنې او کنټرول په موضوع به متمرکزه وي.

باخبره سرچینې وايي چې د اډې د امنیتي وضعیت بیاکتنه او د طالبانو د قوماندانانو ترمنځ سیمه ییزه همغږي به د خبرو اترو اصلي موضوعات وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button