د دید خبري اژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د غزې لپاره د ټرمپ د وړاندیز شوي پلان په اړه نیوکه وکړه او اعلان یې وکړ چې دا پلان د اسلامي هېوادونو له ګډون او مشورې پرته جوړ شوی او پاکستان د هغې له بدلونونو څخه خبر نه و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار اعلان وکړ چې د غزې لپاره د ډونالډ ټرمپ وړاندیز شوی پلان د اسلامي هېوادونو سره له همغږۍ پرته چمتو شوی او د اسلامي نړۍ نظرونه نشي منعکس کولی.
په نیویارک کې د ټرمپ سره د عربي او اسلامي هېوادونو د مشرانو وروستۍ غونډې ته په اشارې سره، هغه ټینګار وکړ: “دا غونډه یوازې د وینې تویولو د سمدستي بندولو او په غزه کې د اوربند د ټینګولو په هدف ترسره شوه او د متحده ایالاتو لخوا وړاندې شوي پلان تصویب کول معنی نلري.”
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا هم څرګنده کړه چې د سولې د پلان په مسوده کې بدلونونه راوستل شوي چې د اسلام آباد حکومت، په ځانګړې توګه لومړی وزیر، ترې خبر نه و.
اسحاق ډار د اسراییلي رژیم لخوا د نیول شویو پاکستاني اتباعو د بیرته راستنیدو لپاره قانوني او ډیپلوماتیک تعقیب هم اعلان کړ، ویې ویل چې دا مسله به په راتلونکو ورځو کې د بهرنیو چارو وزارت له لومړیتوبونو څخه وي.