امنیت او حوادثبشري حقونهخبرسیمه

د ټرمپ له خوا هند ته د چابهار د پریښودو او له ایران سره د همکارۍ د بندولو لپاره د ۴۵ ورځو الټیمیټم

د دید خبري اژانس: پر تهران د اعظمي فشار د پالیسۍ په دوام، متحده ایالاتو هند ته ۴۵ ورځې وخت ورکړی چې د چابهار بندر له پروژې سره همکاري ودروي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د بندر د بندیزونو معافیت لغوه کول به د سپتمبر له ۲۹مې نیټې څخه نافذ شي، او هغه شرکتونه چې په قرارداد کې ښکیل دي که چیرې یې سرغړونه وکړي نو له سختو مالي بندیزونو سره به مخ شي.

د خبري سرچینو په وینا، د امریکا حکومت خبرداری ورکړی چې د چابهار بندر د پراختیا پروژې سره د هند دوامداره همکاري به د نوي ډیلي لپاره جدي اقتصادي او مالي پایلې ولري. دا ضرب الټیمیټم په مستقیم ډول د “هند د نړیوال بندرونو کارپوریشن” او د پروژې پورې اړوند نورو قراردادیانو په نښه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې د چابهار بندر لپاره د بندیزونو معافیت، چې په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان د بیارغونې د اسانتیا او د خوندي سوداګرۍ لارې چمتو کولو په هدف صادر شوی و، لغوه شوی دی.

د دې پریکړې له مخې، که چیرې هندي شرکتونه د واشنګټن خبرداری له پامه وغورځوي، نو د شتمنیو کنګل کیدو او مالي محدودیتونو سره به مخ شي.

د چابهار بندر د هند لپاره ستراتیژیک اهمیت لري؛ د افغانستان او مرکزي آسیا ته د لاسرسي یوه مهمه لاره ګڼل کیږي، او همدارنګه د شمال-جنوب نړیوال ترانسپورت دهلیز یوه برخه ده. کارپوهان په دې باور دي چې د متحده ایالاتو نوی فشار کولی شي د نوي ډیلي او تهران ترمنځ ستراتیژیکو اړیکو ته جدي ننګونې رامینځته کړي او د هند د سیمه ایزو پروژو راتلونکي په اړه ناڅرګندتیا رامینځته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button