افغانستانروستي خبرونه

کابل پولیس : ۲۰ راکټونه مو نیولي دي

تاند- پولیس وايي چې ۲۰ راکټونه یې پر کابل ښار تر ویشتل کېدو مخکې نیولي خو یو راکټ د ښار په زړه کې د هند د سفیر پر کور لګېدلی دی.

د هند د سفیر پر کور په داسې حال کې راکټ ولګېد چې په ارګ کې د ۲۳ هیوادونو استازي د «کابل پروسه» په نوم کنفرانس کې راغونډ شوي ول.

په افغانستان کې د هند سفیر منپریت وهرا تایید کړه چې نن سهار ۱۰ بجې او ۲۵ دقیقې راکټ د ده د کور په انګړ کې ولګېد.

ده همداراز وویل چې د راکټ د لګېدو له کبله چا ته زیان نه دی رسېدلی.

تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې دا راکټ له کوم ځایه ویشتل شوی و خو پخوا د دولت وسله والو مخالفانو د کوه صافي ولسوالي له غرونو څخه پر کابل ښار توغندويي بریدونه کړي دي.

په همدې حال کې پولیس وايي چې تېره شپه یې په کوه صافي کې ۲۰ راکټونه مخکې تر دې نیولي چې پر کابل وویشتل شي.

د امنیتي همږغۍ د مرکز ريیس جګړن الوزي رسنیو ته وویل چې دا توغندي د کوه صافي ولسوالي په جوزک غره کې ځای پر ځای شوي ول.

ګومان کېږي چې د دولت وسله والو مخالفانو د کابل د پروسې د کنفرانس د ګډوډلو په هدف دا راکټونه پر پلازمېنه ویشتل.

د دولت وسله والو مخالفانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

 

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا