اسلایدشوامنیت او حوادثبشري حقونهخبرسیمه

د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې: د غزې په جګړه کې د مړو شمېر ۶۸۰۰۰۰ ته ورسېد

د دید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانچسکا البانیز د سویس په جینوا کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې اعلان وکړ چې د غزې په روانه جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو اصلي شمېر ممکن ۶۸۰۰۰۰ ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې: د غزې په جګړه کې د مړو شمېر ۶۸۰۰۰۰ ته ورسېد
په عین حال کې، د فلسطین د روغتیا وزارت په خپلو رسمي احصایو کې اعلان کړی چې د غزې په جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۶۵۰۰۰ څخه ډیر شهیدان او شاوخوا ۱۶۶۰۰۰ ټپیان دي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ راهیسې، د غزې تړانګه د صهیونیسټ رژیم لخوا تر سختو بریدونو لاندې ده، چې په پایله کې یې په سیمه کې شاوخوا ۹۰٪ زیربنا ویجاړه شوې او لسګونه زره خلک له قحطۍ، ناروغیو او نورو بشري بحرانونو سره مخ شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button