امنیت او حوادثخبرسیمهنړۍ

اسراییل د فلسطین په رسمیت پیژندل یو اړخیز عمل بولي

د دید خبري اژانس: د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې اعلان وکړ چې تل ابیب د فلسطین د دولت د رسمیت پیژندلو په اړه د ځینو هیوادونو یو اړخیزې څرګندونې په کلکه ردوي.

اسراییل د فلسطین په رسمیت پیژندل یو اړخیز عمل بولي
د کاناډا، فرانسې، آسټرالیا، بریتانیا او پرتګال لخوا د فلسطین په رسمیت پیژندلو په ځواب کې، اسراییلي رژیم وویل چې دا عمل سولې ته وده نه ورکوي، بلکې برعکس – سیمه نوره هم بې ثباته کوي او په راتلونکي کې د سوله ایز حل ترلاسه کولو چانسونه کمزوري کوي.

بیانیه کې ویل شوي: “اسراییل د بریتانیا او ځینو نورو هیوادونو لخوا د فلسطین د دولت د رسمیت پیژندلو یو اړخیزه اعلامیه په کلکه ردوي.”

وزارت زیاته کړه چې دا عمل حماس نور هم پیاوړی کوي.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییلي رژیم په غزه کې د فلسطیني خلکو د ځمکو په نیولو او غصبولو سره نسل وژنه کړې او د خبرو اترو هر ډول هڅې یې له منځه وړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button