د پاکستان په صفري نقطه پوله کې ځانمرګی برید؛ د چمن لاره تړل شوې
د دید خبري اژانس: د چمن پولې ته نږدې د ځانمرګي برید وروسته، د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله وتړل شوه او په سیمه کې د انټرنیټ خدمات وځنډول شول.

د پاکستاني رسنیو په وینا، نن ماسپښین (شنبه، د سنبلې ۲۹مه) د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د چمن پولې ته نږدې یوه ځانمرګی چاودنه وشوه، چې له امله یې شپږ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.
ټپیان په سیمه کې طبي مرکزونو ته وړل شوي او تر درملنې لاندې دي.
له پیښې وروسته، امنیتي چارواکو په چټکۍ سره سیمه وتړله او د چمن-سپین بولدک پوله یې په موقت ډول وتړله.
د وضعیت کنټرول او د غلطو معلوماتو د خپریدو مخنیوي لپاره په سرحدي سیمه کې د انټرنیټ لاسرسی هم قطع شوی دی.
د پاکستان امنیتي چارواکو اعلان کړی چې د برید د عاملینو د پیژندلو او نیولو لپاره پراخه څیړنه پیل شوې او د ترهګرو ډلو د لاس لرلو احتمال څېړل کیږي.
تر اوسه پورې، هیڅ ډلې د چاودنې مسؤلیت نه دی منلی.