افغانستاناقتصاد او پرمختګخبرخبرې اترېسیمه
د ایران د صنعت وزیر هرات ته ورسید
د دید خبري اژانس: د ایران د اسلامي جمهوریت د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر، افغانستان ته د خپل رسمي سفر په دوام، نن هرات ښار ته ورسید.

د ایران د صنعت وزیر هرات ته ورسید
په کابل کې د ایران د سفارت په وینا، د ایران د اسلامي جمهوریت د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر، سید محمد اتابک، افغانستان ته د خپل رسمي سفر په دریمه ورځ نن سهار هرات ښار ته ورسید.
د دې سفر موخه د اقتصادي همکارۍ پیاوړتیا، د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډې پانګونې فرصتونو لټول دي.
د رسمي سرچینو په وینا، په هرات کې د خپل شتون په جریان کې، د ایران د صنعت وزیر به د سیمه ییزو چارواکو، د سوداګرۍ او صنایعو د خونې استازو او د سیمې له سوداګرو سره وګوري.