افغانستانخبرخبرې اترېنړۍ

افغانستان به د ملګرو ملتونو د خبرو اترو میز ته لاړ شي

د دید خبري اژانس: ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا، چهارشنبه، د سنبلې په ٢۶مه، په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو د بیاکتنې لپاره یوه غونډه وکړي.

ټاکل شوې ده چې افغانستان د ملګرو ملتونو د خبرو اترو میز ته لاړ شي
غونډه به د کابل په وخت د ماښام په ۶:۳۰ بجو پیل شي او ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو لوړ پوړي چارواکي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د مشر په ګډون، په غونډه کې وینا وکړي.

د یوناما دفتر په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د ماموریت مشره، روزا اوتونبایوا به په غونډه کې د افغانستان د سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت په اړه تازه راپور وړاندې کړي.

د رسمي سرچینو په وینا، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر، ولکر ترک، او همدارنګه د افغان مدني ټولنې استازی به هم په غونډه کې ګډون وکړي او د هیواد د اوسني وضعیت په اړه به خپل نظرونه وړاندې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button