په بلوچستان کې بمي چاودنه؛ د پاکستان د پوځ ۵ سرتېري ووژل شول
د دید خبري اژانس: د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې د بلوچستان ولایت په کیچ سیمه کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې د پوځ یو کپتان او څلور نور سرتېري په یوه بمي چاودنه کې ووژل شول.

د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه چې د بلوچستان ولایت په کیچ سیمه کې د سړک غاړې بمي چاودنې کې د خپلو پنځو سرتېرو د وژل کېدو اعلان وکړ.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دا ځواکونه د ترهګرو عناصرو پر وړاندې د عملیاتو پرمهال د چاودنې له امله په نښه شول، چې په پایله کې یې یو لوړ پوړی افسر (کپتان) او څلور سرتېري ووژل شول.
د پاکستان پوځ دا هم اعلان وکړ چې امنیتي ځواکونه د بیلتون غوښتونکو او وسله والو ډلو د پنځو غړو په له منځه وړلو کې بریالي شول چې په برید کې ښکیل وو.
پوځي چارواکو ټینګار کړی چې په سیمه کې د تصفیې عملیات لاهم روان دي او د یاغي ډلو د له منځه وړلو هڅې ګړندۍ شوې دي.