افغانستانخبرخبرې اترې

خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته راځي

د دید خبري اژانس: د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی ترڅو د طالبانو د سرپرست حکومت له چارواکو سره وګوري او خبرې وکړي.

د خبري سرچینو په وینا، د سفر اصلي تمرکز د هغه امریکایي تبعه د خوشې کولو هڅې دي چې په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت له خوا نیول شوی دی.

د افغانستان د چارو خبریال سمیع یوسفزي په خپل X پاڼه کې لیکلي چې یو امریکایی پلاوی هم کابل ته تللی او له خلیلزاد څخه یې غوښتي چې له طالبانو سره له خپلو پخوانیو اړیکو څخه کار واخلي ترڅو د دې قضیې په اداره کولو کې د ډونالډ ټرمپ ادارې جديت ټینګار وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button