د دید خبري اژانس: د طالبانو د سرپرست حکومت یوه پلاوي په ویانا کې د اتریش د کورنیو چارو وزارت سره ولیدل او خبرې اترې یې وکړې ترڅو د هغو افغانانو د پیژندلو پروسه اسانه کړي چې له هیواد څخه ایستل کیږي. د اتریش د کورنیو چارو وزارت دا همکاري د مجرمینو د اخراج د پلي کولو لپاره “اړین” بللې ده.

د دې راپور له مخې، د زیمرینګ زندان او د هرنالس پولیسو توقیف مرکز کې لږترلږه ۱۹ افغان اتباع د طالبانو د سرپرست حکومت استازو ته معرفي شوي ترڅو د دوی د پیژندنې پروسې ترسره شي.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر ویاند ګرهارډ کارنر تایید کړه چې له طالبانو سره خبرې اترې او همکاري د هیواد د “باوري پناه غوښتنې پالیسۍ” برخه ده.
دا لومړی ځل دی چې دا ډول همکاري په رسمي ډول ترسره شوې ده.
د روان کال په پیل کې، د اتریش یو چارواکی کابل ته سفر کړی و ترڅو د طالبانو له ادارې سره اړیکه اسانه کړي.
د اتریش د کورنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ چې هیواد ته د طالبانو د استازو ننوتل “قانوني” وو، که څه هم د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه دی پیژندل شوی.
په دې اړه د اتریش چلند د ځینو نورو اروپایي هیوادونو د کړنو سره ورته بلل شوی دی. جرمني مخکې یو شمیر افغانان کابل ته شړلي دي.