امنیت او حوادثخبرنړۍ

د نیپال صدراعظم د مرګوني لاریونونو وروسته استعفا ورکړه

د دید خبري اژانس: د نیپال په پلازمېنه کې د پراخو لاریونونو وروسته چې لږترلږه ۱۹ کسان پکې ووژل شول، صدراعظم کې. پي. شرما اولي د سې شنبې په ورځ (د سنبلې ١۸مه) استعفا ورکړه. څو وزیرانو او یو شمېر قانون جوړونکو هم استعفا ورکړه.

لاریونونه، چې په پیل کې د منظم فساد پر ضد وو، هغه وخت په تاوتریخوالي بدل شول کله چې لاریون کوونکو په دولتي ودانیو او د سیاسي مشرانو په کورونو، په شمول د لومړي وزیر د کور برید وکړ. امنیتي ځواکونو د لاریون کوونکو د منتشرولو لپاره ډزې وکړې، چې په پایله کې یې ډیری کسان مړه او ټپیان شول.

د لومړي وزیر او د حکومت د ځینو غړو د استعفا سره سره، لا هم د لاریونونو د کمیدو کومه نښه نه لیدل کیږي او لاریون کوونکي په سړکونو کې د شتون په دوام ټینګار کوي.

سیاسي څارونکي خبرداری ورکوي چې اوسنی کړکیچ کولی شي نیپال د سیاسي بې ثباتۍ نوي پړاو ته بوځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button