اسلایدشوافغانستانامنیت او حوادثخبرنړۍ
افغانستان د امریکایانو لپاره د خطرناکو هیوادونو په لیست کې لومړی ځای لري
د دید خبري اژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله وروستۍ اعلامیه کې په افغانستان کې د امنیتي خطرونو په اړه خبرداری ورکړی او له امریکایي اتباعو یې غوښتي چې په جدي توګه دې هیواد ته له سفر کولو ډډه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه رسمي اعلامیه خپره کړه، چې افغانستان ته د خپلو اتباعو د سفر په وړاندې یې سخت خبرداری ورکړ او اعلان یې وکړ چې امریکایي اتباع باید دې هیواد ته له هر ډول سفر څخه ډډه وکړي.
په دې اعلامیه کې، افغانستان د امریکایی اتباعو لپاره یو له خطرناکو ځایونو څخه معرفي شو او ویې ویل چې په هیواد کې د خپل سري توقیفونو، ورکیدو او جدي امنیتي ګواښونو خطر شتون لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چې د دې ادارې وړتیا چې په افغانستان کې خپلو اتباعو ته قونسلګرۍ خدمات یا ملاتړ چمتو کړي خورا محدود یا صفر ته نږدې ده.