اسلایدشوبشري حقونهخبرسیمه

د بخښنې نړیوال سازمان په غزه کې د نسل وژنې لپاره پر اسراییلو د نړیوالو بندیزونو غوښتنه کوي

د دید خبري اژانس: د بخښنې نړیوال سازمان په غزه کې د خپلو روانو جرمونو او نسل وژنې لپاره پر صهیونیسټ رژیم د نړیوالو بندیزونو او محدودیتونو غوښتنه کړې ده.

د سازمان په بیان کې ویل شوي: “اسراییل په غزه کې د قصدي لوږې پالیسي پلي کوي. رژیم خپل منظم لوږې کمپاین ته دوام ورکوي او ماشومان د لوږې له امله مري.”

د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار وکړ: “اسراییل ته د وسلو لیږد باید سمدلاسه ودرول شي او پر وړاندې یې بندیزونه ولګول شي. د اشغال د ټینګولو یا په غزه باندې د بریدونو د زیاتولو هر ډول پلانونه باید ودرول شي.”

د بشري حقونو سازمان د اسراییلو اوږدمهاله نړیوال معافیت هم وغنده، او زیاته یې کړه: “د غزې محاصره باید سمدلاسه او بې قید او شرطه پورته شي او دایمي اوربند باید ټینګ شي.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button