اسلایدشوخبرسیمه

نتنیاهو یو ځل بیا د “لوی اسراییل” پروژې ملاتړ کوي

د دید خبري اژانس: په یوه اونۍ کې د دوهم ځل لپاره، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د “لوی اسراییل” د پراختیایي پروژې ملاتړ اعلان کړ.

په لویدیځه غاړه کې د “عوفرا” غیرقانوني میشت ځای ته د سفر په جریان کې، هغه وویل چې اسراییل به د اسراییلو په ځمکه باندې د خپل کنټرول ساتلو او د فلسطیني دولت د جوړولو د مخنیوي لپاره هرڅه وکړي.

د صهیونیسټ یهودانو په وینا، د اسراییلو د ځمکې خاوره د “نیل څخه تر فرات پورې” غځیدلې او په سیمه کې د عربي هیوادونو لویې برخې پکې شاملې دي.

د دې دریځ په ځواب کې، د سعودي د استخباراتو پخوانی مشر، ترکي الفیصل وویل: “نتنیاهو اوس په ښکاره ډول د هغه انځور په اړه خبرې کوي چې په مقدس کتاب کې ریښې لري؛ یو انځور چې په نقشو کې هم ښودل شوی او د نیل څخه تر فرات پورې سیمه پکې شامله ده.”

هغه ادامه ورکړه: “پوښتنه دا ده چې نتنياهو به کومه لاره تعقیب کړي؟ ایا دا د سولې لاره ده چې وړاندیز کیږي، یا د سعودي عربستان، سوریې، لبنان، عراق، فلسطین او مصر د ځمکو د نیولو پلان؟ هغه د هغو کسانو څخه دی چې د داسې پراختیا غوښتونکي دي.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button