افغانستانبشري حقونهحکومتخبر

د سرپرست حکومت د اقتصاد وزیر: د ښځو حقونه تضمین شوي، زموږ حکومت وپیژنئ

د دید خبري اژانس: د سرپرست حکومت د اقتصاد وزیر په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سرغړونې خبره رد کړه.

د سرپرست حکومت د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف پرون په کابل کې له NHK سره په یوه مرکه کې وویل چې افغانستان چمتو دی چې نړیواله انزوا پای ته ورسوي او د نړۍ له هېوادونو یې وغوښتل چې د دې ډلې حکومت په رسمیت وپیژني.

هغه ټینګار وکړ چې دا اقدام د افغانستان لپاره مثبت سیاسي او اقتصادي لاسته راوړنې لري.

هغه هیله څرګنده کړه چې روسیه به د افغانستان د کاني سرچینو د پانګونې او پراختیا په برخه کې لا زیاته همکاري وکړي.

حنیف زیاته کړه چې د طالبانو سرپرست حکومت د جاپان په ګډون له نورو هېوادونو هم غواړي چې د دې ډلې حکومت وپیژني او جاپاني شرکتونه په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د هغه په وینا، د افغانستان امنیتي شرایط د پانګونې لپاره مناسب دي.

هغه په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سرغړونې ادعا هم رد کړه او ټینګار یې وکړ چې د هیواد “مذهبي دودونو” ته باید درناوی وشي.

دا سره له دې چې متحده ایالاتو، جاپان او اروپايي هیوادونو په مکرر ډول د ښځو د تعلیم او کارموندنې په اړه سخت محدودیتونه نیوکه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button