اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګخبر

د کانونو په سکتور کې ۱۷۰،۰۰۰ کسان په کار ګمارل شوي

د دید خبري اژانس: د اقتصادي چارو لپاره د لومړي وزیر مرستیال دفتر اعلان وکړ چې د هیواد د کانونو په سکتور کې ۱۷۰،۰۰۰ کسان په کار بوخت دي.

د اقتصادي چارو لپاره د لومړي وزیر مرستیال دفتر نن (د اسد ٢۵) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې په ټول هیواد کې په ۲۹ لویو کانونو او ۱۷۵ کوچنیو کانونو کې د اکتشاف او استخراج کار روان دی.

مطبوعاتي اعلامیه زیاته کړه چې شاوخوا ۱۷۰،۰۰۰ کسان په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د کانونو په پروژو کې په کار بوخت دي.

دا احصایه په داسې وخت کې خپریږي چې په هیواد کې بې کاري په بحران بدله شوې او هر کال زرګونه ځوانان د کار موندلو لپاره بهرنیو هیوادونو ته مهاجرت کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button