د خبري اژانس: یوه ځوان افغان لوبغاړي د قزاقستان په نړیوالو تکواندو سیالیو کې د سپینو زرو مډال په ګټلو سره د افغان سپورټ په ویاړونو کې د سرو زرو پاڼه اضافه کړه.

د افغانستان د تکواندو فدراسیون چارواکو اعلان وکړ چې حکمت الله زین د قزاقستان د ۲۰۲۵ کال د تکواندو په نړیوالو پرانیستو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه.
دغه لوبغاړي د قزاقستان او متحده عربي اماراتو د استازو په وړاندې د دریو پرله پسې بریاوو سره د سیالۍ فاینل ته لاره پیدا کړه او په پای کې یې د دوهم مقام لقب ترلاسه کړ.
دا سیالۍ د اګست له ۱۴ څخه تر ۱۶ پورې د قزاقستان په پلازمینه آستانه کې ترسره شوې او د افغانستان ملي ټیم په مختلفو عمري کټګوریو کې د ۱۶ لوبغاړو په ترکیب سره په دې سیالۍ کې برخه اخیستې وه.