اسلایدشوافغانستانبشري حقونهخبر

سرپرست حکومت له امریکا څخه غوښتي چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت وسپاري

د دید خبری اژانس: د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چې له امریکایي چارواکو سره په مستقیمو خبرو کې یې په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت د سپارلو او د دې حکومت د رسمي پیژندلو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان له ملي تلویزیون سره په یوه مرکه کې مجاهد وویل: “موږ له امریکا سره په منظم ډول په تماس کې یو؛ د دوی استازي کابل ته راځي او زموږ استازي هم له دوی سره په قطر او نورو هیوادونو کې ګوري. په دې غونډو کې، د سفارت د سپارلو او رسمي پیژندلو غوښتنه پورته شوې ده.”

هغه زیاته کړه چې که څه هم تر اوسه پورې له امریکا څخه مثبت ځواب نه دی ترلاسه شوی، خو افغان خلک “خپل حقونه غواړي”.

د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند د روسیې لخوا د دې حکومت د رسمي پیژندلو ته په اشارې سره، له نورو هیوادونو څخه وغوښتل چې دا حکومت په رسمیت وپیژني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button