اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګخبرخبرې اترېسیمه

د تاتارستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزه همکاري پراخه شوه

د دید خبري اژانس: تاتارستان له افغانستان سره په یوه ګډه سوداګریزه غونډه کې د ۱۸۳ ملیون ډالرو په ارزښت د تفاهم یادښتونه لاسلیک کړل او د کابل او کازان ترمنځ یې د مستقیم الوتنې د پیل غوښتنه وکړه.

د افغانستان د خصوصي سکتور او د روسیې فدراسیون د تاتارستان جمهوریت ترمنځ د تیلو او ساختماني سکتورونو په برخه کې د ګډې سوداګریزې غونډې په ترڅ کې د ۱۸۳ ملیون ډالرو په ارزښت د تفاهم یادښتونه لاسلیک شول.

دا غونډه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر، د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال او د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ او پانګونې د خونو د مشرانو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د تاتارستان پانګوالو ته بلنه ورکړه چې په افغانستان کې د کانونو، کرنې او درملو بوټو په برخو کې پانګونه وکړي.

د اګست په ۲۶مه د تاتارستان د تیلو نندارتون ته د افغان پلاوي بلنه هم ورکړل شوې وه.

وروسته، د تاتارستان مرستیال لومړي وزیر د سرپرست حکومت د ترانسپورت وزیر سره په یوه غونډه کې د کابل او کازان ترمنځ د مستقیم الوتنې د پیلولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

هغه اعلان وکړ چې دا الوتنه کولی شي د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او کلتوري اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

د سرپرست حکومت د سړکونو او ترانسپورت وزارت هم د دې وړاندیز هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د دې الوتنې د پیلولو لپاره اړینې خبرې اترې به ژر پیل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button