اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

جمهوررئیس غني د المان سفیر ته د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال ورکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په افغانستان کې د المان سفیر پیتر پروګل ته نن غرمه د مخه ښې کتنه کې د نوموړي د هلو ځلو د تقدیرولو په موخه د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال ورکړ.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په افغانستان کې د المان سفیر پیتر پروګل ته نن غرمه د مخه ښې کتنه کې د نوموړي د هلو ځلو د تقدیرولو په موخه د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال ورکړ.
د جمهور رئیس په فرمان کې راغلي و، «په افغانستان کې د دوست هیواد المان فدرالي جمهوریت سفیر ښاغلي پیتر پروګل د خپل ماموریت په موده کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او دوست هیواد المان فدرالي جمهوریت تر منځ د ښو او دوستانه اړیکو په ټینګولو، د دوه اړخیز باور د لا زیاتولو او اړیکو د پراختیا په برخه کې د قدر وړ کړنې ترسره کړې دي».
په ارګ کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې جمهوررئیس له اروپایي ټولنې مننه وکړه چې د افغانستان حکومت او خلکو سره یو ځای د سولې، بیان ازادۍ، ښځو حقونو، ډیموکراسۍ، اصلاحاتو او په نورو مهمو ارزښتونو ولاړ دي. دا یوازې خبرې نه، بلکې سیاست او تګلاره ده چې پر اساس یې اروپایي ټولنه افغانستان سره همکاري کوي.
د هیواد جمهوررئیس له اروپایي ټیلنې مننه وکړه چې د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو او انکشاف پالیسۍ او سولې ملاتړ کوي.
جمهوررئیس له افغانستان سره د المان سل کلنو تاریخي اړیکو ته په اشارې وویل، په تېرو ۱۹ کلونو کې المان د افغانستان له خلکو سره یو ځای د نویو ارزښتونو، سولې، ابادۍ او نوي افغانستان لپاره مرسته کړې ده.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د المان په کلیدي رول ټینګار وکړ او د اړیکو په ټینګښت کې یې د المان د سفیر پیتر پروګل هڅې وستایلې.
پیتر پروګل د خپل ماموریت په ترسره کولو خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې ډېر ژر له خپلې کورنۍ سره په داسې حال کې افغانستان ته راستون شي چې سوله تامین شوې وي.
د المان سفیر جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې اروپایي ټولنه او په ځانګړي ډول هیواد به یې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا