افغانستاناقتصاد او پرمختګخبرخبرې اترې

امیر خان متقي: بشري مرستې کافي نه دي، موږ پراختیا ته هم اړتیا لرو

د دید خبري اژانس: د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر، په افغانستان کې د نړیوال خوراکي پروګرام له نوي مشر سره په لیدنه کې، ټینګار وکړ چې نړیوالې مرستې باید پراختیایي پروژو ته هم ځانګړې شي.

په یوه وروستۍ غونډه کې، د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او په افغانستان کې د نړیوال خوراکي پروګرام استازي جان آیلیف، د پراختیایي پروژو لپاره د نړیوالو مرستو د ځانګړې کولو په اړه بحث وکړ.

په هیواد کې د امنیتي وضعیت ښه والي ته په اشارې سره، متقي ټینګار وکړ چې دا وضعیت باید د پراختیایي پروژو د پیل کولو لپاره په یوه فرصت بدل شي.

آیلیف په افغانستان کې د امنیت له برابرولو څخه هم رضایت څرګند کړ او د راستنیدونکو کډوالو لپاره د سرپرست حکومت خدمات یې د ستاینې وړ وګڼل.

هغه اعلان وکړ چې د نړیوال خوراکي پروګرام هڅه کوي چې افغانستان ته ډیرې مرستې راجلب کړي او په بشري او پرمختیایي برخو کې له دې هیواد څخه ملاتړ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button