د دید خبري اژانس: د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ولسمشرۍ د امنیت شورا د مرستیال منشي له دندې څخه د طلعت ولی یف د ګوښه کولو فرمان صادر کړی، چې د عامه امنیت مسؤلیت یې درلود.

د ازبک رسنیو په حواله، د ولسمشرۍ ویاند شیرزاد اسدوف اعلان وکړ چې ولییف د ۲۰۲۲ کال د فبروري راهیسې په دې دنده کې کار کاوه.
له دې مخکې، هغه د ملي احصایې کمیټې د مرستیال په توګه د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګه څارله.
د ولسمشرۍ د ادارې د حکم پر بنسټ، باخودیر محمودوف د بشري حقونو او بشري همکارۍ په برخه کې د نړیوالو مکلفیتونو د پلي کولو د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د امنیت شورا د څانګې د مشر له دندې څخه هم ګوښه شوی دی.
شوکت الدین قرشی یف د دولتي سرحدونو امنیت او د بیړنیو حالتونو څخه د سیمو د ساتنې پورې اړوند مسلو لپاره د څانګې د لوړ پوړي سلاکار له دندې څخه هم لرې شوی دی.
د دې ګوښه کولو دلیل لا تر اوسه نه دی اعلان شوی.