د بخښنې نړیوال سازمان: د ایوین پر زندان د اسراییلو برید “جنګي جرم” دی
دید خبری اژانس: په یوه نوې اعلامیه کې، د بخښنې نړیوال سازمان د تهران په ایوین زندان د اسراییلو د پوځ برید “د نړیوال بشري قانون جدي سرغړونه” وبلله او د دې عمل د “جنګي جرم” په توګه یې د پلټنې او محاکمې غوښتنه وکړه.

دا برید د سرطان په دویمه نیټه، د ایران او اسراییلو ترمنځ د اوربند له موافقې څخه یوازې یوه ورځ مخکې وشو. د ایراني چارواکو په وینا، په برید کې لږترلږه ۸۰ ملکي وګړي، چې ښځې، نارینه او یو پنځه کلن ماشوم هم پکې شامل دي، ووژل شول.
د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې زندانونه د نړیوال قانون له مخې ملکي تاسیسات ګڼل کیږي او تر اوسه پورې داسې کوم شواهد نه دي وړاندې شوي چې د ایوین زندان پوځي هدف وګرځوي. سازمان وايي چې په ایوین برید د بندیانو د لیدنې په ساعتونو کې شوی او د زندان مختلفې برخې له ملکي وګړو ډکې وې.
د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې اسراییلي ځواکونه ملکي وګړو ته د خطرونو څخه خبر وو او برید یې په قصدي ډول ترسره کړی دی. د راپور له مخې، حتی که د برید هدف مشروع وګڼل شي، هغه برید چې ملکي وګړو ته پراخه او غیر متناسب زیان رسوي د نړیوال قانون له مخې منع دی.
سازمان له نړیوالو قضایي ادارو څخه غوښتنه کړې چې د برید عاملینو د محاکمې لپاره د نړیوال قضاوت له اصل څخه کار واخلي او مسؤل کسان عدالت ته راوکاږي.