اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګخبر

د طالبانو حکومت: د زوړ کابل مخ به په راتلونکو پنځو کلونو کې بیا رغول کیږي

د دید خبري آژانس: د طالبانو سرپرست حکومت اعلان کړی چې د کابل زوړ مخ به په راتلونکو دریو څخه تر پنځو کلونو کې بیا رغول کیږي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت د ښاري چارو مرستیال وزیر مدار علي کریمي د زوړ کابل د بیارغونې او ترمیم لپاره د وزارت پراخ پلانونه اعلان کړل.

کریمي وویل: “موږ ډیری ښاري ننګونې لرې کړې او د افغانستان ښارونو لپاره روښانه راتلونکې په مخ کې ده، په ځانګړې توګه د کابل لپاره.”

هغه ټینګار وکړ چې د نوي کابل پروژه په لومړیتوب پاتې دی، مګر زوړ کابل به هم هیر نشي.

کریمي دوام ورکړ چې د ښاري پراختیا وزارت هڅه کوي چې د راتلونکو دریو څخه تر پنځو کلونو پورې د عصري ښاري معیارونو سره سم د زوړ کابل مخ بدل او بیا رغونه وکړي.

په دې پلان کې به د سړکونو بیارغونه، د زیربناوو ښه والی، د شنو ځایونو جوړول، او د زړو ښاري جوړښتونو تنظیم شامل وي.

د ښاري پراختیا مرستیال وزیر وویل چې د دې پروژو په پلي کولو سره، حکومت هڅه کوي چې په ورته وخت کې د ښارونو اقتصادي ظرفیتونه لوړ کړي او د خلکو د ژوند کیفیت ښه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button