دید خبرې آژانس: د امریکا د کډوالۍ کېسونو ځينې هغه لرونکي، چې په درېیمو هېوادونو کې ژوند کوي، له بېبرخلیکۍ او د امریکا د دولت له لوري د روښانه ځواب له نهورکړې شکایت لري.

دوی وايي، چې په نامعلوم وضعیت کې ښکېل دي او خپل وضعیت ته د امریکايي چارواکو د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.
د امریکا د کډوالۍ کېس یو لرونکی، چې نهغواړي نوم یې واخیستل شي وايي:«هیله لرو، چې د امریکا حکومت ژر تر ژره د هغو وړ افغانانو د لېږد بهیر چټک کړي او پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي. دا هم باید وویل شي، چې په درېیمو هېوادونو کې مېشت افغانان، څه باندې درې کاله کېږي، چې په بشپړ ډول له بېبرخلیکۍ سره مخ دي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اوس اوس، د امریکا د کانګرس د دغې اوونۍ په غونډه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د لېږد بهیر لغوه شوی نهدی او لاهم تر ارزونې لاندې دی.
مارک روبیو په دې اړه ویلي:«د دغه بهیر په پیل کې داسې اندېښنې مطرح وې، چې ښايي دا پروګرام په لنډمهالي ډول ودرول شي یا ورو شي، څو ډاډ ترلاسه شي چې امریکا ته د تګ لپاره کسان په ښه توګه ارزول شوي دي. دا بهیر لا هم روان دی او فکر کوم ډېر ژر به تاسو ته دقیق ځوابونه ولرو. که څه هم پوهېږم دا ځواب اوس قانع کوونکی نهدی؛ خو لکه څنګه چې څرګنده ده، موږ له ډېرو مسایلو سره مخ شوي یو.»
بلخوا، یو شمېر هغه کسان چې د امریکا د کډوالۍ دوسیې لري او دا مهال په دریمو هېوادونو کې دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې مثبتې ارزوي او د امریکا له حکومته ځينې غوښتنې لري.
نشنل انټرسټ وېب پاڼې راپور ورکړی، چې د زلمي خلیلزاد مېرمن شرل بنارد نږدې یوه میاشت وړاندې افغانستان ته سفر کړی و. که څه هم هغې د افغان ښځو او نجونو پر زدهکړو بندیز «نه منونکی» بللی؛ خو په افغانستان کې یې د ښځو د ځپنې په تړاو د رسنیو راپورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې له نړۍوالې ټولنې د سرپرست حکومت لېرې کول ناعادلانه کار دی.
مېرمن بنارد افغانستان د بېرته ستنېدو په تړاو د افغان کډوالو او د هغوی د ملاتړو ادارو اندېښنې «بې بنسټه» بللې دي.
د شرل بنارد د څرګندونو په یوې برخه کې راغلي:«طالبان غواړي، چې متحده ایالتونه په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي؛ هغه سفارت چې طالبانو یې له دېوال نقاشۍ په دقت لېرې کړې دي، له کومې لاسوهنې پرته یې ساتلی دی او امریکایي لیدونکو ته یې په ویاړ ورښيي. هغوی غواړي اجازه تر لاسه کړي، چې په نورو هېوادونو کې خپل سفارتونه او کونسولګرۍ بېرته پرانیزي او خپل کارکوونکي پهکې ځای پر ځای کړي. کهچېرې راستنېدونکو ته زیان ورسېږي، دا به د دغو ټولو هیلو پای وي، او طالبان، که هر څوک وي، ناپوهان نهدي.»
د کډوالو د حقونو فعال محمدخان محمدزی په دې هکله وايي:«هغه کډوال چې په پاکستان، قطر او ترکیه کې مېشت دي، باید ژر تر ژر د هغوی دوسیو ته رسېدنه وشي، څو د امریکا د داخلي قوانینو له مخې د هغوی د داخلېدو اجازه صادره شي او د کډوالو ستونزې کمې شي.»
بلخوا، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوې باخبرې سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې افغان کډوال به د هغو لومړنیو سترو ډلو له منځه وي، چې په داوطلبانه توګه خپل هېواد ته ستنېږي.
د راپور له مخې، د امریکا حکومت د ځینو کډوالو د ایستلو او ستنولو د پروګرام د تمویل لپاره له خپلو بهرنیو مرستو ۲۵۰ مېلیون ډالره بودیجه ځانګړې کړې ده او افغانستان هم ښایي په دغه پروګرام کې شامل وي.
د واشنګټن پوسټ په راپور کې راغلي:«د امریکا د حکومت د پرېکړو له بهیره یوې باخبرې سرچینې ویلي، چې تمه ده افغان کډوال د بېرته ستنولو د داوطلبانه پروګرامونو لومړۍ لویه ډله وي، سره له دې چې که هېواد ته ستانه شي، ښايي د طالبانو تر واک لاندې له ګڼو خطرونو سره مخ شي.»
د کډوالو د حقونو فعال احسانخان احمدزی په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«د دې لپاره باید یوه لار پیدا شي، څو د دغو خلکو ستونزې حل شي او هغوی بېرته افغانستان ته د تګ پرېکړه ونهکړي، که هغه د دوی د زدهکړو موضوع وي، که د کار، او که په امنیتي مسایلو پورې تړلې وي.»
دا هرڅه په داسې حال کې دي، چې د امریکا د کډوالۍ پروګرام له څه باندې سلو ورځو راهیسې ځنډېدلې او د دغه هېواد د کډوالۍ کېس لرونکي کسان چې په درېیمو هېوادونو کې دي، لا هم له بېبرخلیک حالت سره مخ دي.