دید خبرې آژانس: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په بیجېنګ کې، د چین او پاکستان له بهرنیو چارو له وزیرانو سره کتلي دي.

د دغې کتنې تمرکز د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، د اقتصادي همکاریو زیاتوالي او د سوداګریزو خنډونو لېرې کولو ته وو.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیاء احمد تکل په دې هکله وویل:«د هېواد د بهرنیو چارو وزیر، چین د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز حجم د پاموړ کچې ته پورته شي.»
له دې سره هممهاله، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ د بیجینګ په درېاړخیزه غیررسمي ناسته کې د ډیپلوماټیکو تعاملاتو د کچې د لوړولو، د همکاریو د پیاوړتیا، د ګډو بنسټیزو پروژو د پیلولو، د چین د «یو کمربند – یوې لارې» د پروژې د پراختیا او افغانستان ته د چین – پاکستان د اقتصادي دهلیز (CPEC) د پراختیا په ګدون پر ځينو مسایلو خبرې شوې دي.
ضیاء احمد تکل زیاتوي:«د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو له افغانستان سره د ښه ګاونډيتوب او متقابل احترام پر بنسټ، د اړیکو د لا پرمختګ ډاډ ورکړ. په پای کې درې واړو لورو د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتوالي او د ټرانزیټ په برخه کې د اسانتیاو په رامنځته کولو هوکړه وکړه.»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، په روانه اوونۍ کې ایران ته هم سفر کړی و او د «تهران د خبرو اترو د کنفرانس» په غونډه کې یې پر ګډون سربېره، د هغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره د کابل –تهران د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.