دید خبرې آژانس: د امریکا د دفاع وزارت په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په تړاو هر اړخیزه ارزونه پیل کړې ده.

د دغه هېواد دفاع وزیر پېټ هګسټ په یوه رسمي یادښت کې ویلي، چې د پنتاګون لوړپوړي ویاند شان پارنل ته یې سپارښتنه کړې، چې د ۲۰۲۱ کال د پوځي وتنې د بهیر د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی وټاکي.
د امریکا د دفاع وزیر په وینا، د دې ارزونې موخه دا ده، چې په دې تاریخي او خورا حساس پړاو کې د لوړپوړو نظامي چارواکو ناغېړي، تېروتنې او د هغوی د مسوولیت کچه څرګنده شي؛ دا هغه وخت و، چې د کابل د هوایي ډګر په خونړۍ چاودنه کې د ۱۳ امریکایي سرتېري او لسګونه افغانان ووژل شول.
د امریکا دفاع وزیر پېټ هګسټ وايي:«د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه د ولسمشر بایډن ادارې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو او د دغه هېواد د سفارت د کارکوونکو ګډوډ او بې نظمه وتل رهبري کړل، چې د کابل د نړۍوال هوایي ډګر د اَبي دروازې مخې ته د ځانمرګي برید له امله ۱۳ امریکایي سرتېري او ۱۷۰ ملکي افغانان ووژل شول.»
بلخوا، د امریکا دفاع وزیر پرون د فاکس نیوز له شبکې سره په خبرو کې ټینګار کړی، هغه کسان چې د وتلو د بهیر مسوولیت یې پر غاړه و، باید ځواب ویونکي وي.