اسلایدشوافغانستانحکومتخبرسیمه

متقي بېجینګ کې له خپل چينايي سيال سره کتلي

دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن په بېجینګ کې له خپل چينايي سيال وانګ يي‌ سره په کتنه کې په دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو غږېدلی دی.

ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي چې د بهرنیو چارو وزیر چین د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو بللی او هیله یې څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګزیر حجم د پام وړ کچې ته پورته شي.

ښاغلي متقي همدارنګه ويلي چې هغه ټولو ستونزو ته باید یو جامع حل پیدا شي، چې افغان سوداګر د کرنيزو محصولاتو او نورو توکو د صادراتو پر مهال ورسره مخ وي.

مولوي امیر خان متقي د افغانستان او چین تر منځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په لړ کې د ټرانسپورتي همکاریو،‌ بانکي‌ اړیکو او د سوداګرۍ بلانس د برابرولو په برخه کې خپل عملي وړاندیزونه هم خپل چينايي سيال ته وړاندې کړي او غوښتنه یې وکړې، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا او تخنیکي بحثونو لپار بین الحکومتي کمیسیونونه ګډ کار وکړي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا یادونه کړې، چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د ګاونډیو پر وړاندې ونه کارول شي.

په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ژمنه کړې، چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته به دوام ورکوي او هڅه به کوي، چې د کرنيزو محصولاتو او نورو افغاني وارداتو په برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي.

وانګ يي ويلي چې د افغانستان د ښه ګاونډي په حیث به چین د دغه هیواد په اقتصادي وده کې له هېڅ راز همکارۍ درېغ ونه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button