دید خبرې آژانس: د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن په داسې حال کې چې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د پکتیکا ولایت مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د غزني ولایت علماوو، متنفذینو او یو شمېر سیمه ییزو مسوولينو هم شتون درلود، د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د میري بازار د تفصلي پلان د پلي کولو چارو پرانېسته وکړه.

په جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل چې دا تفصیلي پلان به پر ۲۰۰ جریبه ځمکه پلې شي، چې په کې ۱۹۲ استوګنیزې نمرې او کورونه، سوداګریز مارکېټونه، روغتیایي مرکزونه، جامع جومات، ښوونځي، شنې ساحې، هوټلونه، د موټرو تمځایونه او نورې اړینې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
ورته مهال د سیمې خلک د یاد تفصیلي پلان له پلې کولو خوښي څرګنده کړه او له چارواکو یې په غزني ولایت کې د ورته ډېرو پروژو د پلې کولو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده،دغه لومړنۍ ولسوالۍ ده، چې تفصیلي ښار جوړونې پلان په کې پلي کېږي.