اسلایدشوافغانستانحکومتخبرچاپیریال

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس روسیې ته تللي

دید خبرې آژانس: د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص، د روسیې فدراسیون په رسمي بلنه د “نوسکي یوولسم نړیوال چاپېریالي کانګرس” کې د ګډون په موخه، نن یاد هېواد ته روان شو.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مالوماتو له مخې؛ مولوي خالص ویلي چې د دغه سفر موخه په یاد کانګرس کې چې د روان میلادي کال د «مې» له ٢٢مې تر ٢٣مې پورې د روسیې په ستر صنعتي او تاریخي ښار، سن‌پترزبورګ کې ترسره کېږي؛ ګډون او هلته د افغانستان استازیتوب کول دي.

هغه زياته کړې چې دغه کانګرس له مهمو نړیوالو چاپېریالي غونډو څخه شمېرل کېږي چې د نړۍ له شاوخوا ۴۰ هېوادونو څخه لوړپوړي دولتي او حکومتي استازي، نړیوال سازمانونه، څېړنیزې او علمي مؤسسې، د اقلیم، چاپېریال او پایدار پرمختګ متخصصین، غیر دولتي بنسټونه، ځوانان، رسنۍ او د خصوصي سکتور غړي په کې ګډون کوي.

د خالص په وینا، د کانګرس موخه دا ده چې د چاپېریال او اقلیم بدلون په برخو کې نړیوال بحثونه وده ومومي او ګډې حل لارې، همکاریزې ستراتیژۍ او مسئولانه اقدامات ترسره شي، څو د انساني ټولنې، طبیعي منابعو او اقتصادي پراختیا ترمنځ توازن رامنځته شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس ویلي دي: “موږ به په دې کانګرس کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي ننګونو او شته ستونزو په اړه نړیوال ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړو او د دوامدارې وچکالۍ، د اوبو د منابعو کمښت، د ځنګلونو له منځه تلو، د طبیعي سرچینو تخریب، د خاورو او هوا ککړتیا او د اقلیم بدلون له امله د راټوکېدلو ګواښونو په تړاو به د هېواد غوښتنې او ننګونې تر نړیوالو ورسوو.”

هېره دې نه وي چې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان حکومت پلاوی په “نوسکي یوولسم نړیوال چاپېریالي کانګرس” کې ګډون کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button