اسلایدشوافغانستانحکومتخبردرملروغتیا

د لوړ کیفیت درملو او واکسین د تولید په برخه کې د ا.ا هڅې

دید خبرې آژانس: د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي د روغتیايي سکټور پر ځان‌بسیاینې له ټینګار سره ویلي، چې دغه وزارت هڅه کوي په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د واکسین تولید پیل کړي.

نوموړي له هغو هېوادونو، چې د واکسین په تولید کې تجربه لري، وغوښتل چې له افغانستان سره تخنیکي مرسته وکړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په دې هکله زیاته کړه:«موږ پلان لرو، چې په راتلونکي کې په خپل هېواد کې، د ځينو واکسینونو د تولید بنسټ کېږدو او په دې برخه کې به موږ د سیمې له هغو هېوادونو څخه چې په دې برخه کې کافي تجربه لري د همکارۍ غوښتنه کوو.که څه هم دا یو ډېر ستر ګام دی؛ خو ناشونی نه‌دی.»

په دې برخه کې عامې روغتیا وزارت د درمل جوړولو درې فابریکې معرفي کړې، چې د ښه تولید د کړنلارې (GMP) د سند پر اخیستو بریالۍ شوې دي. دغه سند ښيي چې د دغو فابریکو تولیدات د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ جوړېږي او اوس کولای شي، چې خپل محصولات بهر ته صادر کړي.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین حمدالله زاهد وايي:«موږ هیله لرو چې په نږدې راتلونکي کې نورې کارخونې هم دغه راز، دغه سټېج ته ځان ورسوي، چې دوی ته د د عامې روغتیا وزارت له لوري د (GMP) سرټیفیکیټ ورکړل شي او دوی په ډاډه زړه بیا خپل صنعت مخ پر وړاندې بوځي.»

په دې غونډه کې د ریاست ‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د اسلامي امارت له خوا د خصوصي سکټور د ملاتړ ژمنه تازه کړه او د معیاري درملو د تولید زیاتوالی یې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ګټور وباله. نوموړي له ټولو کورنیو ادارو وغوښتل، چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي.

ښاغلي برادر په دې هکله زیاته کړه:«له ټولو ادارو غوښتنه کوم، چې د عالي قدر امیر‌المومنین د حکم پر بنسټ، له کورنیو تولیداتو څخه استفاده وکړي، خپلو معیاري طبي محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي او په تدارکاتي پړاوونو کې، دې چارې ته جدي پاملرنه وکړي.»

بلخوا، د ریاست‌ الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم وویل اړوندې ادارې په ټول هېواد کې د درملو او خوړو په برخه کې په جدي توګه فعالیت لري او له واردوونکو او تولیدوونکو یې وغوښتل، چې د ټيټ کیفیته درملو له وارداتو او تولیده ډډه وکړي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال وویل:«باید بې‌کیفیته درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي تولید نه‌کړي او له بهره هم هېواد ته بې‌کیفیه درمل وارد نه‌شي. که څوک په دې برخه کې سرغړونه کوي، نو د اسلامي امارت لوري له قانون جوړونې تر تطبیق پورې یې سخت ګامونه په پام کې نیولي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د سیروم په تولید کې ځان‌بسیاینې ته رسېدلی او د لومړي ځل لپاره یې د ۱۴۰۳ لمریز کال د غويي میاشتې پر ۱۷مه نږدې ۲ مېلیونه کڅوړې سیروم، چې ارزښت یې ۵۸۰ زره ډالرو ته رسېږي، عراق ته صادرې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button