افغانستانروستي خبرونهسیاست

د بهرنيو چارو وزارت او د سولې په موخه د سيمه ييزې او نړۍوالې اجماع د مسئوليت په اړه خبري اعلاميه

د افغانستان اسلامي جمهوریت له جلالتمآب جمهور رییس محمد اشرف غني څخه چې په یوه خورا حساس او تاریخي پړاوو کې یې د بهرنیو چارو وزارت او د سولې د بهیر له پاره د نړۍوالې او سیمه‌ییز اجماع د رامنځته کیدو په موخه پر موږ اعتماد وکړ د زړه له کومې مننه کوم. افغانستان له یوه مهم او تاریخي پړاوو څخه تیریږي له یوې خوا د سولې او امنیت د تامین موضوع ده او له بلې خوا زموږ ګران هېوادوال د کرونا له ناورین سره مخامخ دي.

په داسې یو وخت کې جلالتمآب ولسمشر خپل د سولې او ملي یووالي پروګرام اعلان کړ او له موږ ټولو سیاسي برخو څخه یې وغوښتل چې له دې پروګرام څخه ملاتړ وکړو د نظام په چارو کې ونډه واخلو او ګډون وکړو. زموږ ټیم له سلا مشورو وروسته د جلالتمآب ولسمشر غوښتنې ته مثبت جواب ورکړ او د سولې د بهیر له پاره مو د نړۍوالې او سیمه‌ییزې اجماع او همکارۍ د را جلبولو مسوولیت په غاړه واخیست.
کوم کار ته چې موږ د خپل ولس د همکارۍ په ډاډ د ولسمشر د اعتماد پر بنسټ ملا تړلې ده د سولې او ملي اتحاد کار دی د خدای ج په دربار کې استدعا کوو چې موږ ته د دې پروګرام د بریالیتوب توفیق را نصیب کړي.
په درنښت
محمد حنیف اتمر
د سولې او اعتدال د ملي بهیر مشر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا