دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي پرون د پاکستان د لومړي وزير له مرستيال او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحق ډار سره ټيليفوني خبرې کړې دي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې ټيليفوني خبرو کې پر دوه اړخيزو اړيکو، ټرانزيټي مسايلو، د سیمې په حالاتو د پاکستان او هند ترمنځ په کړکیچ خبرې شوې.
دواړو لورو ترمنځ همدارنګه د افغان سوداګرو د ټرانزیټي مالونو، چې کراچۍ او واګه په بندر کې ایسار پاتي وو د خلاصولو پرېکړه وشوه او همدا ډول هوکړه وشوه، چې دواړه هېوادونه به د ټرانزيټ په مسيرونو کې د خنډونو د لرې کولو په برخه کې هڅې وکړي.
همدارنګه دواړو لوريو ټينګار کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې تماسونو او پلاوو تګ راتګ ولري او دوو اړخيزو اړيکو د پراختيا لپاره هڅې وشي.